نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ جورنال: ټرمپ د روسانو لخوا د طالبانو د کرایه کېدلو په اړه معلومات درلودل
د روسیې لخوا د امریکایانو د وژل کېدلو لپاره د طالب وسلوالو د کرایه کېدلو موضوع له تېرو څو ورځو راهیسې پر امریکایي او نړیوالو رسنیو توده ده، او تازه تازه د بي بي سي په شمول د ځینو نړیوالو رسنیو معلومات ورکړي چې دا خبره ریښتیا هم د امریکایي ادارو لخوا ولسمشر ټرمپ ته افهام شوې وه.
ولسمشر ټرمپ په وروستي غبرګون کې ویلي و چې ده ته یې اړوندو ادارو معلومات نه و ورکړي. روسیې هم دا خبره رد کړې چې د امریکایي سرتېرو د وژنې لپاره طالبان دوی کرایه کړي او ګومارلي دي.
په بي بي سي انګلیسي سروېس سربېره د امریکا دریو مشهورو رسنیو، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ جورنال هم وایي حکومتي سرچینو د نوم نه یادښت په شرط ورته ویلي چې ښاغلي ټرمپ ته دغه رنګ معلومات رسېدلي و خو هغه یې په اړه اقدام نه و کړی.
د نظامي شنونکيو له نظره له طالبانو سره د پراخو او نویو روسي وسلو شتون چې دوی یې د روسي یرغمل پاتې شوني بولي هم په دې اړه شکونه راپاروي.